د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان وکړ چې د داعش یو لوړ پوړی قوماندان د چهارشنبې په ورځ، زمر په ۲۹مه، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۹مه، د سوریې د ادلب ولایت په اتما کلي کې په یوه بریالي عملیاتو کې ووژل شو.
د مرکزي قوماندانۍ په وینا، عملیاتو د داعش یو مهم غړی په نښه کړ چې د بریدونو پلان کولو او د دې ډلې د تمویل مسؤل و.
دغه کس د امریکا ځواکونو، نړیوال ایتلاف او د سوریې د نوي حکومت د ثبات لپاره د ګواښ په توګه پیژندل شوی و.
مرکزي قوماندانۍ ټینګار وکړ چې برید په ډیر دقت سره ترسره شوی او د ملکي تلفاتو هیڅ تایید شوي راپورونه شتون نلري.
دغه عملیات د امریکا د روانو هڅو یوه برخه ده چې په سیمه کې د داعش عملیاتي وړتیاوې کمزورې کړي.