ذبیح الله مجاهد: په افغانستان کې د اورپکو ډلو د شتون ادعاوې بې بنسټه دي
د جمعې په ورځ (۳۱ زمرۍ ۱۴۰۴)، د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ځینو هیوادونو لخوا په افغانستان کې د داعش او القاعدې په څیر د اورپکو ډلو د فعالیتونو په اړه د راپورته شویو اندیښنو په ځواب کې، دا ادعاوې “بې بنسټه” وبللې او د تورونو پرځای یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مجاهد په ایکس شبکه کې په خپله رسمي پاڼه کې ولیکل: “په افغانستان کې د خپل سري بهرنیو ډلو د شتون په اړه د امنیت شورا د ځینو هیوادونو اندیښنې بې بنسټه دي.
موږ له ټولو هغو خواوو څخه چې دا ډول اندیښنې راپورته کوي غوښتنه کوو چې پرته له دلیل څخه د افغانستان بې ثباته کولو هڅه ونه کړي.”
هغه وپوښتل، “د چا په ګټه او د کوم هدف لپاره د دلیل او شواهدو پرته اندیښنې څرګندول کیږي؟”
هغه زیاته کړه: “د بې بنسټه ادعاوو د تکرار پر ځای، راځئ چې په افغانستان کې امنیت او پرمختګ د فرصت په توګه په پام کې ونیسو او د همکارۍ په لور ګامونه پورته کړو.”