افغانستان
د کندهار په هوايي ډګر کې د ۱۳۹ تاریخي سکې د قاچاق مخنیوی
د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان وکړ چې د ولایت سرحدي پولیس د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د ۱۳۹ تاریخي سکې د قاچاق په مخنیوي کې بریالي شوي دي.
د دې ادارې د راپور له مخې، کشف شوې سکې، چې د مختلفو تاریخي دورو پورې اړه لري، د یو کس لخوا د متحده عربي اماراتو ته د لیږدولو په هدف قاچاق کېدې.
د نیول کیدو وروسته، دا سکې د ترمیم او پاکولو لپاره د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته لیږدول شوې، او ټاکل شوې ده چې د چمتووالي وروسته په کندهار موزیم کې نندارې ته وړاندې شي.
د دې ادارې د هنر او کلتور رییس عبدالشکور شپند د دې خبر د تایید پرمهال رسنیو ته وویل چې دا اقدام د چارواکو ژمنتیا ښیي چې د هیواد د کلتوري میراث ساتنه وکړي.