افغانستان
په هرات کې د برېښنا پروژو لپاره د ۴۱ ملیون ډالرو قراردادونه لاسلیک شول
رشنا شرکت اعلان وکړ چې په هرات ولایت کې د شاوخوا ۴۱ ملیون ډالرو په ارزښت د برېښنا د څو مهمو پروژو قراردادونه لاسلیک شوي دي.
دا قراردادونه د برېښنا شرکت د اجرایوي رییس عبدالباري عمر او د زازو افغانستان او کابل ملي شرکتونو استازو ترمنځ لاسلیک شول.
د برېښنا شرکت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې پروژو کې د نور الجهاد سب سټیشن څخه پل هاشمي او له هغه ځایه د شهدا ۲۴ حوت سب سټیشن ته د ۲۲۰ کیلو ولټ لیږد لین غځول، په پل هاشمي او شهدا ۲۴ حوت کې د دوو سب سټیشنونو جوړول، او همدارنګه د نور الجهاد سب سټیشن کې د ب لاین غځول شامل دي.
دا پروژې به په هرات ولایت کې د برېښنا زیربنا ښه کولو لپاره پلي شي او تمه کیږي چې په سیمه کې د برېښنا شبکې په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.