سیمهنړۍ

د عراق په موصل کې د تاریخ تر ټولو لوی ډله ییز قبر کشف شوی

خبري سرچینو په وینا، د بشري تاریخ تر ټولو لوی ډله ییز قبر د عراق په شمال کې د نینوا په ولایت کې کشف شوی دی.

دا قبر چې د موصل ښار ته نږدې په “الخسفه” سیمه کې موقعیت لري، د زرګونو ملکي وګړو او سرتیرو پاتې شوني لري چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ډله ییزه توګه وژل شوي وو.

د نینوا والي عبدالقادر الدخیل د یکشنبې په ورځ (۲۶ زمرۍ ۱۴۰۴) اعلان وکړ چې د قبر د بیا پرانیستلو رسمي عملیات د قضايي، امنیتي، روغتیا او تخنیکي ادارو تر څارنې لاندې پیل شوي دي.

د دې اقدام هدف د داعش جرمونه مستند کول، د قربانیانو پیژندل او د دوی د کورنیو د حقونو ډاډمن کول دي.

د “الخسفه” ژوره کنده، چې یوه طبیعي جیولوژیکي درز دی، د داعش لخوا د ډله ییزو اعدامونو د قربانیانو د جسدونو د ښخولو ځای په توګه کارول کیده.

اټکل کیږي چې په قبر کې د ۲۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ یا حتی ډیرو کسانو پاتې شوني شتون لري.

الدخیل په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: “د الخسفه هدیره د نینوا په زړه کې یو ژور زخم دی، چیرې چې د داعش ډلې د مختلفو قومونو او مذهبونو له ۲۰،۰۰۰ څخه ډیر خلک اعدام کړل.”

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button