په غزني کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د آزاد خان بابا منځني ښوونځي پرانیستل شو
غزني ولایت په مرکز کې د آزاد خان بابا د منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ځایي خلکو لخوا چمتو شوې وه، د غزني ولایت د پوهنې رییس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني او نورو سیمه ییزو چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه ښوونځی چې په شپږ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او دوه پوړونه لري، ۱۴ درسي خونې، ۸ دفتري خونې، یو لابراتوار او نورې اړینې اسانتیاوې لري، چې پکې د برېښنا او څښاک اوبو سیسټمونه شامل دي.
په مراسمو کې، د غزني د پوهنې رییس د ښوونځیو په جوړولو کې د خلکو ونډه ارزښتناکه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پروژې د پوهنې کیفیت ښه کولو کې مرسته کوي.
دا پروژه، چې د ځایي اوسیدونکو او بسپنه ورکوونکو په مستقیم مالي ملاتړ تمویل شوې، په غزني کې د تعلیمي زیربناوو د پراختیا لپاره یو مهم ګام دی.
د پوهنې وزارت هم د پوهنې د سیستم د ښه والي په برخه کې د دې ولایت د خلکو د همکارۍ ستاینه کړې ده.