سیمه

د اسراییلو جاسوسي ډرون په غزه کې وغورځېد او له خلکو څخه ونیول شو

اسراییلو رژیم پورې اړوند یوه جاسوسي ډرون د غزې ښار په حی الرمال سیمه کې د تخنیکي خرابۍ له امله وغورځېده او د فلسطیني اتباعو لاس ته ولوېده.

د اسراییلو د راډیو او ټلویزیون د راپور له مخې، ډرون، چې اسکای رایډر و، د پیراشوټ له خلاصیدو وروسته په یوه استوګنیزه سیمه کې راښکته شو او د غزې خلکو لخوا د جګړې د غنیمت په توګه ونیول شو.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیوګانې ښیې چې د غزې خلکو د غورځیدلې الوتکې قبضه نیولې ده.

ځینې فلسطیني سرچینې په دې باور دي چې که مقاومت وکولی شي د دې ډرون په حافظه او مخابراتي سیسټمونو کې زیرمه شوي معلوماتو ته لاسرسی ومومي، نو د اسراییلو د پوځ د عملیاتو او استخباراتي اهدافو مهم توضیحات څرګند کیدی شي.

د اسراییلو پوځ د دې خبر تر خپریدو پورې د پیښې په اړه هیڅ توضیحات نه دي ورکړي.

دا پیښه په داسې حال کې رامینځته کیږي چې اسراییلي رژیم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې د کشفي عملیاتو او هوایی بریدونو لپاره په پراخه کچه جاسوسي الوتکې کاروي.

د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/24797

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button