افغانستان د تکواندو فدراسیون چارواکو اعلان وکړ چې د هیواد یو لوبغاړي د قزاقستان په نړیوالو تکواندو پرانیستې سیالۍ کې د -۴۸ کیلو ګرامه په کم عمره کټګورۍ کې د سپینو زرو مډال وګاټه.
دې لوبغاړي د قزاقستان او متحده عربي اماراتو د سیالانو په وړاندې په پرله پسې دریو بریاوو سره د دوهم مقام لقب وګاټه او افغانستان ته یې د سپینو زرو مډال راوړ.
تر دې مخکې، د هیواد د ملي تکواندو ټیم بل غړي حکمت الله زین په ورته سیالۍ کې د برونزو مډال ګټلی و.
د قزاقستان د ۲۰۲۵ کال د تکواندو نړیوالې پرانیستې سیالۍ د اګست له ۱۴ څخه تر ۱۶ پورې په آستانه کې ترسره شوې، او د افغانستان ملي لوبډلې په مختلفو عمري کټګوریو کې د ۱۶ لوبغاړو په شتون سره په دې سیالۍ کې برخه واخیسته. دا بریاوې په نړیوال ډګر کې د افغان لوبغاړو پرمختګ او ژمنتیا په ګوته کوي.