سیمه
د بن ګوریون په هوايي ډګر د یمني توغندیو برید
یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل چې موږ د اشغال شوي جفا په سیمه کې د بن ګوریون په هوايي ډګر د “فلسطین ۲” په نوم د سوپرسونیک بالستیک توغندي سره پوځي عملیات ترسره کړل.
عملیاتو په بریالیتوب سره خپل هدف ترلاسه کړ، په میلیونونو غاصب صهیونیسټان یې اړ کړل چې پناه ځایونو ته وتښتي او د هوايي ډګر عملیات یې وځنډول.