۱۱۲۸ افغان کورنۍ د مختلفو سرحدونو له لارې هیواد ته راستنې شوې
افغانستان د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (۲۱ زمرۍ ۱۴۰۴) اعلان وکړ چې ۱۱۲۸ افغان کډوالې کورنۍ د ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان څخه د سرحدي بندرونو له لارې هیواد ته راستنې شوې دي.
په دې کورنیو کې ۱۵۰ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې، ۷۴ کورنۍ د کندهار ولایت د سپین بولدک څخه، ۱۷۳ کورنۍ د نیمروز د پل ابریشم څخه، ۱۱ کورنۍ د هلمند د بهرامچه څخه، او ۷۲۰ کورنۍ د هرات د اسلام کلا څخه شاملې وې.
د راپور له مخې، دغو کورنیو هیواد ته د ننوتلو پر مهال د اسلامي امارت څخه اساسي مرستې ترلاسه کړې، چې په کې خواړه، د ژوند اړین توکي او روغتیايي خدمات شامل دي.
دا راستنیدنې په داسې وخت کې ترسره کیږي چې په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل زیات شوي، چې په راستنیدونکو باندې اقتصادي او بشري فشارونه زیاتوي.