اقتصادي کمیسیون د تخنیکي کمیټې یوه منظمه غونډه د دوشنبې په ورځ (۱۰ زمرۍ ۱۴۰۴) د مرمرین په ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د مالیې وزارت د عوایدو فرصتونو په اړه یو جامع راپور وړاندې کړ، چې د هر اړخیزې ارزونې وروسته د کمیټې لخوا تصویب شو.
د دې راپور پر بنسټ، د مالیې وزارت ۱۷ نوي عوایدي سرچینې پیژندلي دي چې که بیا فعالې شي او په اغیزمنه توګه اداره شي، نو کولی شي په کال کې د دولت خزانې ته لسګونه ملیارد افغانۍ تولید کړي.
دا راپور د وروستۍ پریکړې کولو لپاره اقتصادي کمیسیون ته راجع شو.
همدارنګه، د ښاري پلانونو د پلي کولو او د ځمکې د نمرو د ویش لپاره رامینځته شوی طرزالعمل پدې غونډه کې وړاندې شو.
دا طرزالعمل د ګډې کمیټې لخوا چمتو شوی او د تصویب وروسته به پلي شي.