د ترکیې په بالیکیسیر کې د ۶.۱ درجې زلزله وشوه
یکشنبې په ورځ (۱۹ زمرۍ ۱۴۰۴) د ترکیې په لویدیځ کې د بالیکیسیر ولایت کې د ۶.۱ درجې زلزله وشوه.
د ترکیې د ناورین او بیړني حالت د مدیریت ادارې (AFAD) په وینا، زلزله د ایجین سمندر په سیمه کې، د بالیکیسیر ولایت له مرکز څخه ۴۹ کیلومتره لرې او د ۱۰ کیلومتره ژوروالي کې وشوه.
زلزله دومره قوي وه چې د استانبول، بورسا، یالووا او ایسکیشیر په ښارونو کې هم احساس شوه.
د راپورونو له مخې، زلزلې تر اوسه پورې په سیمه کې له ۱۰ څخه زیاتې ودانۍ نړولي او ۲۴ کسان یې ټپیان کړي دي.
د سیندرګي په ښار کې، چې د زلزلې مرکز و، یوه ودانۍ ونړېده او پنځه کسان بند پاتې وو، چې ټول یې ژغورل شوي دي.
AFAD اعلان وکړ چې د اصلي زلزلې وروسته ۲۰ نورې زلزلې هم ثبت شوې دي.
د زیان انځورونه د ځینو جوړښتونو ویجاړتیا او په سړکونو کې د خلکو ویره ښیي.
تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو سیمه ییزو چارواکو په سیمه کې د ښوونځیو د تړلو اعلان کړی دی.
د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/24643?single