سهیل فدايي، د هیواد پخوانی ملي جوجیتسو اتل، د متحده ایالاتو د ټیکساس ایالت کې د PFC سازمان کې په یوه زړه راښکونکې سیالۍ کې د 63 کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې خپل امریکایی سیال ته ماتې ورکړه.
افغان مارشل آرټیسټ، په لومړي پړاو کې د سبمشن تخنیک په ترسره کولو سره، په تخنیکي توګه خپل سیال ته ماتې ورکړه او په خپل ریکارډ کې یې یو بل بریا اضافه کړه.
د خبري سرچینو په وینا، دا سیالي، چې د یکشنبې په سهار، د اګست په 10، 2025 (ځایي وخت) ترسره شوه، د فدايي څلورم مسلکي مبارزه وه، چې ټولې یې د هغه په بریا سره پای ته ورسیدې.
فدايي، چې د “افغانستان لیوه” په نوم یادیږي، مخکې له دې د AJP او IBJJF په څیر معتبر سازمانونو د جوجیتسو سیالیو کې د برازیل او امریکایی مخالفینو په ماتولو سره د سرو زرو مډالونه ګټلي وو.
دې وروستۍ بریا یو ځل بیا په نړیواله کچه د افغان لوبغاړو وړتیاوې وښودلې او وروسته یې په ټولنیزو رسنیو کې د مینه والو او د افغانستان د سپورت ټولنې له خوا د ملاتړ او مبارکۍ څپه راپورته شوه.