افغانستانسیمه

د پاکستان نوي محدودیتونه د افغان سوداګرۍ او موټر چلوونکو لپاره ننګونه ده

اکستان د سوداګریزو اسنادو او ویزو په اړه د نویو محدودیتونو په لګولو سره د افغان موټر چلوونکو او سوداګرو لپاره جدي ستونزې رامینځته کړې دي.

د هیواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان وکړ چې د پاکستان لخوا د سوداګریزو لاریو چلوونکو لپاره د سوداګریزو اسنادو او ویزې دواړو درلودلو اړتیا د سوداګرۍ پروسه ګډوډ کړې او دا اقدام یې د دواړو هیوادونو د سوداګریزو ګټو خلاف ګڼلی دی.

د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزي وویل: “که چیرې د ویزو د صادرولو لپاره کافي وخت ورکړل شي او شرایط نرم شي، نو دا به د موټر چلوونکو په ګټه وي؛ د دې محدودیتونو له امله په زرګونو لارۍ بندې شوې دي.”

خونې له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د بندیزونو لرې کولو او د واګه پوله د بیا پرانیستلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

سوداګرو او موټر چلوونکو له دواړو حکومتونو څخه وغوښتل چې د دې ستونزو د حل او دوه اړخیزې سوداګرۍ د اسانتیا لپاره خبرې اترې وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button