سویدن، ناروی او دانمارک ۵۰۰ میلیونه ډالر د امریکایي وسلو د خرید لپاره اوکراین ته مرسته کوي
د رویټرز په حواله، سویدن، ناروی او دانمارک ټولټال ۵۰۰ میلیونه ډالر د امریکایي وسلو د تامین لپاره اوکراین ته ځانګړي کړي دي.
دا نظامي بسته د پاتریوت فضايي دفاعي سیسټم موشکونه، نور فضایي دفاعي تجهیزات، ضد ټانک مهمات او د یدکی پرزې لري.
سویدن په دې طرحه کې ۲۷۵ میلیونه ډالر، ناروی ۱۴۶ میلیونه ډالر او دانمارک ۹۰ میلیونه ډالر برخه لري.
دا اقدام د ناتو د نوې ابتکار په چوکاټ کې ترسره کیږي چې ورته «د اوکراین اړتیاو د لومړیتوب فهرست» (PURL) ویل کیږي، چې هدف یې د اوکراین لپاره د مهمو وسلو لیږد چټکول دي.
مارک روته، د ناتو منشي، د دې دری و کوچنیو هېوادونو د چټک اقدام او د اوکراین قوي ملاتړ له امله ستاینه وکړه او ویې ویل: «دا مرستې د نجات وړ تجهیزات لومړۍ کرښې ته رسوي او د اوکراین دفاعي توان لازیاتوړ کړي.»
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکی، د دې اقدام د اروپا اوږدمهاله امنیت لپاره یوه بنسټيزه ګڼله او دا یې د ناتو د نورو هېوادونو لپاره یوه نمونه بلل.