افغانستان
په بامیان کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او یو ټپي شو
د بامیان ولایت امنیتي چارواکو اعلان وکړ چې د ولایت مرکز ته نږدې د شهیدان او شیبرتو ترمنځ سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شو.
د بامیان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند محمد خواني رسا رسنیو ته وویل: پېښه پرون (۱۱ زمرۍ ۱۴۰۴) شاوخوا ۷:۴۰ بجې هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو رونیکس موټر له موټرسایکل سره ټکر وکړ.
د پېښې د دقیق لامل له څرګندولو پرته، هغه د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول د دې ډول پېښو تر شا اصلي عوامل وبلل.
دا پېښه دوه ورځې وروسته له هغه رامنځته شوه چې په بامیان کې په ورته پېښه کې دوه تنکي ځوانان ووژل شول.