افغانستان

په افغانستان کې د غیر سند لرونکو موټرو د ثبت او مالیې موده د ۱۴۰۴ کال تر پایه پورې غځول شوې ده

د سرپرست حکومت د مالیې وزارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د غیر سند لرونکو موټرو (یوه کیلي) د ثبت او مالیې موده د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال تر پایه پورې غځول شوې ده.

وزارت په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې د خلکو د اقتصادي شرایطو په پام کې نیولو سره، د دې موټرو د مالیې لپاره ځانګړي تخفیفونه په پام کې نیول شوي دي.

په دې تخفیفونو کې له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې د موټرو لپاره ۷۰ سلنه، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ پورې د ماډلونو لپاره ۶۰ سلنه، له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د ماډلونو لپاره ۵۰ سلنه، او د زغره والو موټرو لپاره ۵۰ سلنه شامل دي.

دا پروسه، چې په ۱۴۰۲ کال کې د هیواد په اوو زونونو (کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندز، او خوست/پکتیا) کې پیل شوه، د بې اسنادو موټرو مالکینو ته فرصت ورکوي چې د ګمرکونو ته د مراجعې له لارې د خپلو موټرو قانوني اسناد ترلاسه کړي.

د مالیې وزارت له مالکینو څخه غوښتنه کړې چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او ژر تر ژره خپل موټرونه راجستر کړي.

دا پریکړه د ملي عوایدو د زیاتوالي، امنیت، عامه نظم او د اسنادو پرته د موټرو د غیرقانوني تګ راتګ د مخنیوي لپاره شوې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button