ه کاپیسا ولایت کې د خلکو لویه غونډه: د اسلامي نظام او ملي یووالي په ساتنه ټینګار
په کاپیسا ولایت کې د لوړ پوړو چارواکو، ولایتي چارواکو، ولسوالانو، قومي مشرانو او عامو خلکو په ګډون د “ملت یووالي، د اسلامي نظام بقا او د خلکو هوساینه” تر سرلیک لاندې غونډه ترسره شوه.
د سرحدونو، قومي او قبایلي چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري په غونډه کې وویل: “زموږ خلک په جهاد کې د خپل تاریخي رول له امله ډیر ارزښت لري؛ دوی تر پرون پورې د اشغالګرو په وړاندې جګړه کړې، او نن ورځ، د غیرتمند مسلمانانو په توګه، دوی د اسلامي نړۍ ویاړ دی.”
هغه اوسنی امنیت، خپلواکي او آزادي د اسلام د برکتونو پایله وګڼله او د خلکو ترمنځ د نفاق او بدبینۍ له منځه وړل یې د خپلو اصلي دندو څخه وګڼل.
قومي مشرانو په غونډه کې د شلو کلونو د اشغال پر وړاندې د خلکو د قربانیو او مبارزو یادونه هم وکړه او د اسلامي نظام ساتنه یې د هر فرد ملي مسؤلیت وګڼله.
دوی د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند د خدای تعالی له لوري یو لوی نعمت وباله او د اسلامي امارت د رهبر د هغه فرمان هرکلی یې وکړ چې د ناغوښتل شویو دودونو مخه یې نیولې ده.