د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د کام ایر هوايي شرکت له مشر زمري کامګار سره ولیدل.
د بلخ ولایت د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ازبکستان سره د ګازو د قرارداد لاسلیک، په بلخ کې د ۵۰۰ میګاواټه برېښنا تولید پروژې پرانیستنه، د کډوالو لپاره د پروژو پلي کول، د هوايي ترانسپورت تنظیم کول او د کورنیو او نړیوالو الوتنو د زیاتوالي په اړه بحث وشو.
د کام ایر مشر اعلان وکړ چې په بلخ کې د ۵۰۰ میګاواټه برېښنا پروژې د پیل کولو سربیره، شرکت پلان لري چې له ازبکستان سره د ګازو په سکتور کې یو قرارداد لاسلیک کړي.
هغه زیاته کړه چې د دې پروژو پلي کول به د زرګونو خلکو لپاره د کار فرصتونه رامینځته کړي.