سید عباس عراقچي دوشنبي ته روان شو
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن سهار (چهارشنبه، د زمرۍ ۸ مه) د تاجکستان پلازمینې دوشنبه ته د رسمي سفر لپاره روان شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، له عراقچي سره په تهران کې د تاجیکستان سفیر نظام الدین زاهدي هم ملګری و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند اسماعیل بقايي د بیان له مخې، د دې سفر موخه د ولسمشر امام علي رحمان په ګډون د لوړ پوړو تاجیک چارواکو سره لیدنه او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه بحث کول دي.
تمه کیږي چې عراقچي به د دې سفر په جریان کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین او د هیواد له نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او خبرې وکړي.
دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې د ایران او تاجیکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د همکارۍ د پراختیا شاهدې دي.