د جرمني په بادن-ورټمبرګ کې د اورګاډي د پټلۍ څخه د اورګاډي د وتلو خونړۍ پېښه: ۳ تنه مړه او ۳۴ ټپیان
د جرمني په جنوب ختیځ ایالت بادن-ورټمبرګ کې د سیمه ییز مسافر وړونکي اورګاډي د یکشنبې په ورځ (٦ زمرۍ ۱۴۰۴) د ماښام په شاوخوا ۶:۱۰ بجو د ریډلینګن ښار ته نږدې له پټلۍ څخه ووتل، چې لږترلږه درې کسان یې ووژل او ۳۴ نور یې ټپیان کړل.
د اولم پولیسو او سیمه ییزو رسنیو په وینا، د ټپیانو له ډلې څخه درې یې په جدي حالت کې دي.
اورګاډی، چې د سیګمارینګن او اولم ښارونو ترمنځ په ۹۰ کیلومتره لاره روان و، شاوخوا ۱۰۰ مسافر یې لېږدول کله چې د هغې دوه ګاډي په یوه ځنګلي سیمه کې له پټلۍ څخه ووتل.
د بادن-ورټمبرګ د کورنیو چارو وزیر توماس سټروبل وویل چې سخت باران او د ځمکې ښویدنې احتمال د پیښې لامل کیدی شي، مګر د دقیق لامل د ټاکلو لپاره تحقیقات روان دي.
هغه زیاته کړه: “په سیمه کې سخت باران شوی او د ځمکې ښویېدو امکان رد نه شي کېدای.”
د پیښې له ځای څخه خپاره شوي انځورونه د اورګاډو غورځیدلي ګاډي او د ژغورنې کارمندان ښیي چې د مسافرو د ژغورنې هڅه کوي.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو په لاندې لینک کې وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/24247?single