د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له رییس جان الیف سره په لیدنه کې د بشري مرستو تر څنګ پراختیایي پروژو ته هم د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي متقي په هیواد کې د بحرانونو کمولو او امنیت ته په اشارې سره د پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره مناسب شرایط وګڼل.
ښاغلي الیف د موجوده امنیت څخه هم رضایت څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې د مرستندویانو د ملاتړ په جلبولو سره به په بشري او پرمختیایي برخو کې نورې مرستې هم وشي.
دواړو خواوو د راستنیدونکو کډوالو او اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ.