سیمه

په ازبکستان کې د داعش سره د تړلې ډلې غړي نیول شوي

د ازبکستان د دولتي امنیت څانګې د نمنګان په ښار کې د داعش د خراسان څانګې سره د تړلې ډلې د پیژندنې او له منځه وړلو اعلان وکړ.

د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په جریان کې، څلور کسان په دې ترهګرې ډلې کې د غړیتوب په تور نیول شوي او له لسو څخه ډیر نور ترې پوښتنې ګروېږنې شوي دي.

د ګزیتا ډاټ اوز ویب پاڼې په وینا، دا ډله د یوې ۱۹ کلنې نجلۍ لخوا جوړه شوې وه چې په استانبول کې یې زده کړې کړې وې.

د ډلې د استوګنې د پلټنې په جریان کې، ۱۶ کسان موجود وو او د ۳۷ موبایل تلیفونونو، ۵۱ ټوکه مذهبي کتابونو په ګډون توکي چې خپرونکی یې نه درلود، ۴۰ ډي وي ډي، ۴ فلش ډرایو، یو لیپ ټاپ او یو ټابلیټ کشف او ضبط شول.

تحقیقات ښیي چې دې ډلې په نمنګان کې په خپلو پټو غونډو کې د نړیوالو ترهګرو سازمانونو ایډیالوژیکي خطبې تبلیغ کولې او د جهاد او شهادت غوښتنه یې کوله.

د دې ډلې یو غړی د نمنګان په ښار کې د یوه خصوصي پوهنتون بنسټ ایښودونکی و.

د ډلې د مشر او دریو فعالو غړو په وړاندې جنایي قضیې ثبت شوي دي، او دوی په لنډمهاله توقیف کې دي، پداسې حال کې چې د ډلې نور غړي لاهم تر پلټنو لاندې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button