سیمه
د اسراییلو پارلمان د لویدیځې غاړې او د اردن درې یوځای کول تصویب کړل
د اسراییلو پارلمان د ۷۱ موافقو رایو سره د اردن درې او د لویدیځې غاړې د اسراییلو سره د یوځای کولو پلان تصویب کړ.
صهیونیسټان دا سیمې تاریخي یهودي ځمکې ګڼي.
دا پریکړه د اسراییلو تر څنګ د یو باثباته فلسطیني دولت د جوړولو امکان تقریبا ناممکن کوي، پداسې حال کې چې د محمود عباس حکومت د اسراییلو سره د سولې خبرو اترو ټینګار ته دوام ورکوي.
دا اقدام به پراخه غبرګونونه راوپاروي.