نړۍ
ټرمپ په امریکا کې د جاپان څخه د ۵۵۰ ملیارد ډالرو پانګونې اعلان وکړ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې جاپان به د یوې نوې سوداګریزې موافقې له مخې د امریکا په اقتصاد کې ۵۵۰ ملیارد ډالر پانګونه وکړي.
هغه دا تړون په تاریخ کې تر ټولو لوی سوداګریز تړون او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله.
دا لویه پانګونه کولی شي په امریکا کې په اقتصادي ودې او د کارموندنې په برخه کې د پام وړ اغیزه ولري.