افغانستاناقتصادسیمه

د اسلامي امارت او پاکستان پلاوي د سوداګرۍ د پراختیا او تعرفو د کمولو په اړه خبرې اترې وکړې

د باخبره سرچینو په وینا، د اسلامي امارت یوه پلاوي چې مشري یې د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر احمدالله زاهد کوله، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له لوړ پوړي پلاوي سره وکتل او د سوداګرۍ د پراختیا، د ټرانزیټ اسانتیاوو د ښه کولو او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.

باخبره سرچینو زیاته کړه چې دواړه لوري د ځینو افغان صادراتي توکو د ګمرکي تعرفو د کمولو لپاره یوې لومړنۍ موافقې ته رسیدلي دي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د صادراتو حجم زیات شي.

دا خبرې اترې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره ترسره شوې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button