د عبراني رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ځانګړی استازی اموس هوچسټاین اعلان وکړ چې د لبنان او اسراییلو ترمنځ د اوربند تړون ناکام شو او بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.
هغه په خپلو څرګندونو کې د لبنان حزب الله یو ترهګر سازمان وباله او ټینګار یې وکړ چې متحده ایالات به له دې ډلې سره هیڅ ډول خبرې اترې ونکړي.
هوچسټاین د حزب الله بې وسلې کول د لبنان لپاره یوه داخلي پریکړه هم وګڼله او په دې مسله کې یې د امریکا مستقیم مداخله رد کړه.
هغه پرون بیروت ته سفر وکړ ترڅو د لبنان د حکومت رسمي او وروستی ځواب د حزب الله د بې وسلې کولو غوښتنې ته ترلاسه کړي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره شو چې په سیمه کې تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی.