۲۵ هېوادونو، په شمول د انګلستان، فرانسې، ایټالیا، جاپان، آسټرالیا او کاناډا، په غزه کې د دښمنۍ سمدستي بندولو غوښتنه وکړه.
دغو هېوادونو د ملکي وګړو د بې ساري کړاو په حواله، د اسراییلو کړنې د غزې د خلکو د اړینو مرستو څخه د محرومولو لپاره د منلو وړ نه وبللې.
په اعلامیه کې د مرستو د ویش خطرناکې طریقې وغندل شوې چې له امله یې له ۸۰۰ څخه زیات فلسطینیان ووژل شول او د نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې په توګه یې د “بشردوستانه ښار” ته د فلسطینیانو د جبري لیږد پلان رد کړ.
لاسلیک کوونکو هېوادونو له اسراییلو وغوښتل چې سمدلاسه د مرستو د ننوتلو په وړاندې خنډونه لرې کړي او ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړي چې په غزه کې فعالیت وکړي.