سیمه

د یمن د توغندیو برید د بن ګوریون هوايي ډګر وتړلو

نن سهار (سه شنبه، د چنګاش ٣١ مه) د یمني وسله والو ځواکونو لخوا په اشغال شویو سیمو د توغندیو له برید وروسته، د اسراییلو د بن ګوریون هوايي ډګر وتړل شو.

دا برید، چې د اسراییلو جنګي الوتکو د یمن د حدیده بندر بمبارولو څخه څه کم ۲۴ ساعته وروسته ترسره شو، په ملیونونو اسراییلیان سرپناه ته واستول او ډیری الوتکې یې په اسمان کې بندې پاتې شوې، چې د کښته کیدو توان یې نه درلود.

اسراییلي رسنیو راپور ورکړ چې د نیول شویو سیمو په مرکز کې د خطر زنګونه فعال شول.

د یمن د بهرنیو چارو وزارت په حدیده باندې د اسراییلو برید “جنګي جرم” او د نړیوال قانون سرغړونه وبلله، او د یمني خلکو د مخ په زیاتیدونکي مقاومت ټینګار یې وکړ.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند دا هم اعلان وکړ چې د اشغال شویو سیمو په اهدافو، په شمول د بن ګوریون هوايي ډګر، د ایلات بندر او اشدود، د ډرون عملیات د اسراییلو د تیري په ځواب کې او د فلسطین په ملاتړ کې بریالي وو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button