سیمهنړۍ

د لبنان او اسراییلو ترمنځ د اوربند تړون ناکام شو؛ د امریکا ځانګړی استازی بیروت ته سفر کوي

د عبراني رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ځانګړی استازی اموس هوچسټاین اعلان وکړ چې د لبنان او اسراییلو ترمنځ د اوربند تړون ناکام شو او بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

هغه په خپلو څرګندونو کې د لبنان حزب الله یو ترهګر سازمان وباله او ټینګار یې وکړ چې متحده ایالات به له دې ډلې سره هیڅ ډول خبرې اترې ونکړي.

هوچسټاین د حزب الله بې وسلې کول د لبنان لپاره یوه داخلي پریکړه هم وګڼله او په دې مسله کې یې د امریکا مستقیم مداخله رد کړه.

هغه پرون بیروت ته سفر وکړ ترڅو د لبنان د حکومت رسمي او وروستی ځواب د حزب الله د بې وسلې کولو غوښتنې ته ترلاسه کړي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره شو چې په سیمه کې تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button