د اشغال شوي فلسطیني سیمو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسیسکا البانیزي په غزه کې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو سخته نیوکه وکړه او ویې ویل چې رژیم له دې سیمې څخه د فلسطیني خلکو د له منځه وړلو په هدف ډله ییزه نسل وژنه کړې ده.
له الجزیرې سره په یوه مرکه کې، هغې ټینګار وکړ چې په غزه کې د غمیزو د بیانولو لپاره الفاظ نشي کولی او په دې سیمه کې قحطي او لوږه خپل اوج ته رسیدلې ده.
البانیزي په نړیواله ټولنه هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د صهیونیسټ رژیم د سزا ورکولو پر ځای، انعام ورکول کیږي، او په داسې شرایطو کې، د دوه دولتونو د حل په اړه خبرې کول بې معنی دي.