د افغانستان اسلامي امارت په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په کلکه غندنه کې یوه اعلامیه خپره کړه.
په اعلامیه کې راغلي چې په غزه کې په سلګونو زره مسلمانان د صهیونیسټانو لخوا د جنسي تیري، لوږې، تندې، ناروغۍ او ظالمانه بمبارۍ سره مخ دي.
اسلامي امارت د بشري مرستو څخه د جال په توګه کار اخیستل، محاصره کول، د ملکي وګړو ځپل او د ښځو او ماشومانو وژنه په کلکه غندي او له اسلامي امت، اسلامي هیوادونو او نورو اغیزمنو ادارو څخه غواړي چې د غزې مظلومو ښځو او ماشومانو ته د بشري مرستو رسولو او په دې سیمه کې د ظلمونو د پای ته رسولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.
په اعلامیه کې دا هم خبرداری ورکړل شوی چې که اقدام ونشي، اسلامي امت به د خدای په وړاندې حساب کتاب شي او سخت عذاب به ورته په تمه وي.
اسلامي امارت له لوی خدایه غواړي چې د غزې خلک وژغوري او صهیونیسټانو او د هغوی ملاتړو ته سزا ورکړي.