افغانستانویډیويي راپور
د مزار شریف په صنعتي پارکونو کې د امارت سړک د قیر کولو کار د ۴۰ ملیون افغانیو په بودیجه بشپړ شو
د مزار شریف په صنعتي پارکونو کې د امارت سړک قیر کولو کار په چټکۍ سره روان دی.
د مزار شریف ښاروالۍ د چارواکو په وینا، پدې پروژه کې قیر کول، د شپږو معیاري پلچکونو جوړول، د اوبو کانالونه، د سړک نښې، مرکزي ګلدانونه او د معیاري سړک نور جزئیات شامل دي.
دا پروژه د ښاروالۍ د پراختیایي سرچینو څخه د ۴۰ ملیون افغانیو په بودیجه تمویل شوې او ډیر ژر به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.