د افغانستان د برښنا شرکت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د قرغزستان او ازبکستان د صدف انرژۍ شرکت اجرایوي رییس علیشیر سره د برېښنا تولید او د انجینرانو د ظرفیت لوړولو په موخه یو تړون لاسلیک کړ.
د تړون د لاسلیک پر مهال، ډاکټر عمر ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو کې د پانګونې لپاره اړین شرایط شتون لري او د صدف انرژۍ شرکت کولی شي په بشپړ ډاډ سره په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان برښنا شرکت پخوا د ترکیې او چک جمهوریت د شرکتونو په ګډون له څو نړیوالو شرکتونو سره ورته تړونونه لاسلیک کړي دي، او په ځینو دغو پروژو کار روان دی.
د یادونې وړ ده چې دا تړون د برېښنا تولید زیربنا پیاوړتیا او په هیواد کې د تخنیکي ظرفیت لوړولو په لور یو مهم ګام دی.