افغانستان
د اسلامي امارت مشر د کندهار په میرویس روغتون کې لیدنه وکړه
د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده د دوشنبې په ورځ (د چنګاش ٢٣ مه) د کندهار ولایت د میرویس روغتون څخه لیدنه وکړه.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد خبر ورکړ چې د اسلامي امارت مشر د دې سفر په جریان کې د ناروغانو لیدنه وکړه او د دې مرکز ډاکټرانو او روغتیايي چارواکو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
هغه د روغتون طبي کارکوونکي هم د دوی د خدماتو لپاره وهڅول.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال هم د دې سفر په جریان کې د اسلامي امارت له مشر سره ملګری و.