افغانستان
د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) په ملاتړ د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست د موزیم بیارغونه
د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) په ملاتړ د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم بیارغونه او په عصري او معیاري نندارتونونو سمبال شو.
د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر اخوندزاده مطیع الله متقي وویل چې تاریخي اثار د یو ملت د کلتوري هویت سمبول دی او د هغوی ساتنه ځانګړې اهمیت لري.
هغه زیاته کړه چې د تیکا په ملاتړ سره، د موزیم په مختلفو برخو کې لویه بیارغونه ترسره شوه او د تاریخي اثارو د ښه ساتنې او نندارې لپاره نړیوال معیاري نندارتونونه نصب شول.
د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر د تیګا دفتر د ملاتړ څخه د ستاینې په ترڅ کې هیله څرګنده کړه چې دا اقدام به د کلتوري میراثونو په ساتنه کې مرسته وکړي او موزیم ته به ډیر لیدونکي راجلب کړي.
دا پروژه د تاریخي اثارو د ساتنې او د بادغیس ولایت د کلتوري هویت د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام ګڼل کیږي.