تیره شپه (یکشنبه، د چنګاش ٢٢، ۱۴۰۴)، د چیلسي فوټبال ټیم د کلب نړیوال جام په پای لوبه کې د پاریس سینټ جرمین ته ۳-۰ ماتې ورکړه او د دې سیالۍ اتلولي یې وګټله.
دا لوبه د امریکا د نیو جرسي په میټ لایف لوبغالي کې د ایراني ریفري علیرضا فغاني په قضاوت سره د کابل په وخت ۱۱:۳۰ بجې ترسره شوه.
د چیلسي ستورو په دې لوبه کې په زړه پورې فعالیت وکړ.
د ټیم ستوري کول پالمر په ۲۲مه دقیقه کې د پاریس سینټ جرمین ګول پرانیست او بیا یې په ۳۰مه دقیقه کې دوهم ګول وواهه.
جواو پیډرو هم په ۴۳مه دقیقه کې د چیلسي دریم ګول وواهه او سکور یې ۳-۰ کړ.
د پاریس سینټ جرمین د ورکړل شویو ګولونو د جبرانولو هڅې بې ګټې وې او چیلسي په واک سره وګټله.
د ټرافي د وړاندې کولو مراسمو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د فیفا مشر ګیاني انفنټینو ګډون کړی و، چې د چیلسي لوبغاړو ته یې ټرافي وړاندې کړه.
د فیفا کلب نړیوال جام ۲۱مه نسخه په ۲۰۲۵ کال کې ترسره شوه، چې ۳۲ ټیمونو پکې برخه اخیستې وه او کوربه توب یې متحده ایالات کوي.