افغانستاننړۍ

د نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت اروپايي ټولنه: د افغانستان د خلکو د ملاتړ ژمنه

اروپایي ټولنې د نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو پیغام خپور کړ، چې د افغانستان د خلکو لپاره یې پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.

اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې له افغانستان سره به په مهمو برخو لکه روغتیا، تعلیم، معیشت او د اقلیم د بدلون په وړاندې د مقاومت پیاوړتیا کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

په دې پیغام کې، اروپايي ټولنې د ژوند شرایطو ښه کولو او د افغانستان د خلکو لپاره د دوامداره فرصتونو رامینځته کولو پر اهمیت ټینګار کړی، په ځانګړې توګه په اوسنیو ننګونو شرایطو کې.

دا ژمنه په داسې وخت کې راځي چې افغانستان د اقتصادي او چاپیریالي بحرانونو په ګډون له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button