د سې شنبې په ورځ (۱۸چنګاش ۱۴۰۴)، د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت د مشر او د هیواد د سترې محکمې د مشر د نیولو امر صادر کړ، چې دا پریکړه یې ګډ غبرګونونه راپارولي دي.
د روسیې د فدراسیون شورا مرستیال، کونستانتین کاساچوف، دا اقدام “غیر عادلانه او دوه ګونی چلند” وباله او ویې ویل چې محکمې په افغانستان کې د لویدیځ جنګي جرمونه له پامه غورځولي دي، په شمول د کلیو، ښوونځیو او روغتونونو ویجاړول، او د ښځو او ماشومانو وژنه، او تر اوسه پورې د دې جرمونو د عاملینو د نیولو لپاره هیڅ حکم نه دی صادر شوی.
له بلې خوا، اسلامي امارت د دې پریکړې په ځواب کې اعلان وکړ چې دا د جرمونو نړیواله محکمه نه پیژني.