د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکا وتل د هیواد “د تاریخ تر ټولو شرمونکې شیبه” بللې ده.
هغه دا څرګندونې د امریکا د مالیې د نوي قانون له لاسلیک وروسته وکړې، او زیاته یې کړه چې د هغه هیواد د جو بایډن د ولسمشرۍ لاندې “څلور وحشتناک او شرمونکي کلونه” تجربه کړي دي.
په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا ګډوډ وتلو ته په اشارې سره، ټرمپ ټینګار وکړ چې هغه به هیڅکله اجازه ورنکړي چې دا ډول پیښه بیا رامنځته شي.