نړۍ
سلواکیا د روسیې پر وړاندې د اروپايي ټولنې د بندیزونو بسته بیا ویټو کړه
سلواکیا په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د سفیرانو په غونډه کې د روسیې پر وړاندې د بندیزونو د ۱۸مې بستې تصویب مخه ونیوله.
د TASR خبري اژانس په وینا، د سلواکیا حکومت اعلان کړی چې د مسکو پر وړاندې به د هر ډول نوي بندیزونو بستې مخالفت وکړي تر هغه چې له روسیې څخه د ګازو وارداتو د بندیز له امله د رامنځته شوي زیانونو د جبران او د هغې د منفي پایلو د کمولو مسله حل نشي.
دا اقدام په داسې وخت کې کیږي چې اروپايي ټولنه پلان لري چې تر ۲۰۲۷ پورې د روسیې د ګازو واردول په بشپړه توګه ودروي.