نړۍ

د جاپان په کیوشو کې د ساکوراجیما اورشیندی وچاودېده

د جاپان په سویلي ټاپو کیوشو کې د ساکوراجیما اورشیندی په داسې حال کې وچاودېده چې چارواکي یې د جون په ۲۲مه، ۲۰۲۵ کې د اورشیندی د فعالیت له پیل راهیسې تر ټولو قوي چاودنه بولي.

د اورشیندی فعالیت، چې د اوو کلونو وقفې وروسته بیا پیل شو، د هوا په لور د ایرو د لویو ټوټو د ایستلو سره مل دی.

په ټولنیزو رسنیو کې عیني شاهدانو د سیمې څخه د تندر او عجیب ځمکې لاندې غږونو اوریدو راپور ورکړی دی.

د ځایی اوسیدونکو لخوا خپاره شوي عکسونه د لوګي او ایرو ستنې ښیې چې د کاګوشیما ښار په شاوخوا کې اسمان پوښلی دی.

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې د اورشیندی د خبرتیا کچه دریمې کچې ته لوړه کړې او له خلکو یې غوښتي چې د اورشیندی شاوخوا سیمو څخه ډډه وکړي، ځکه چې لاوا او اورشیندی مواد ممکن تر دوه کیلومتره لرې وغورځول شي.

امنیتي او ژغورنې ځواکونه په خبرتیا کې دي، او سیمې ته تلونکي سړکونه د اوسیدونکو او سیلانیانو د ساتنې لپاره تړل شوي دي.

د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/23427?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button