د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې ایران غواړي له امریکا سره خبرې وکړي او که اړتیا وي نو چمتو دی چې له ایراني استازو سره وویني.
ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې وویل: “ایران غواړي له موږ سره خبرې وکړي؛ (د هغه سلاکار) ویټکوف له ایرانیانو سره په تماس کې دی، دوی زیانمن شوي او ستړي شوي دي، خو موږ نه غواړو چې هغوی ته زیان ورسوو.”
د امریکا ولسمشر د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ایران او اوکراین په اړه خپلې اوږدې خبرې هم اعلان کړې، خو ټینګار یې وکړ چې دا خبرې اترې هیڅ پرمختګ ته نه دي رسیدلي.
په ورته وخت کې، هغه وویل چې هغه د غزې د خلکو خوندیتوب غواړي او که اړتیا وي، له ایرانیانو سره به په شخصي توګه خبرې وکړي.
دا ادعاوې په داسې وخت کې کیږي چې په وروستیو کلونو کې د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی د مختلفو مسلو له امله لوړ شوی دی، پشمول د ایران د اټومي پروګرام او د امریکا د بندیزونو.
تر اوسه پورې، هیڅ ایراني چارواکي د ټرمپ دا ادعا نه ده تایید کړې چې ایران خبرو اترو ته لیواله دی.