د امریکا د استازو جرګې د ټرمپ جنجالي لایحه تصویب کړه
له تودو او اوږدو خبرو اترو وروسته، د امریکا د استازو جرګې بالاخره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تمویل لایحه تصویب کړه، چې هغه پخپله “یوه لویه، ښکلې لایحه” وبلله.
دا لایحه، چې د ټرمپ د پلانونو لپاره ځانګړې اهمیت لري، د امریکا په کانګرس کې د ډیرو ورځو لپاره د استازو او سناتورانو لخوا تر بحث او غور لاندې وه.
په پای کې، لایحه د ۲۱۸ موافقو او ۲۱۴ مخالفو رایو سره تصویب شوه.
په سنا کې، د موافقو او مخالفو رایو مساوي وې؛ جمهوري غوښتونکو د لایحې په حق کې رایه ورکړه او دیموکراتانو یې پر ضد ودرېدل.
په عین حال کې، د ډونالډ ټرمپ مرستیال، جي ډي وینس، په خپله پرېکنده رایو سره په سنا کې د لایحې د تصویب لپاره لاره هواره کړه.
دا لایحه اوس ډونالډ ټرمپ ته د لاسلیک لپاره لیږل شوې، او هغه اعلان کړی چې هغه به سبا، د جولای د څلورمې رخصتۍ په ورځ، په قانون کې لاسلیک کړي.
دې خبر د خلکو او سیاستوالو ترمنځ ډېر غبرګونونه راپارولي دي، او تمه کېږي چې د دې قانون پلي کېدل به د امریکا په اقتصاد او سیاست پراخې اغیزې ولري.