د ښوونکو کمښت د زابل په ۵۰۰ کلیو کې د ماشومانو د زده کړې مخه نیسي
د زابل ولایت د پوهنې ریاست اعلان کړی چې د ښوونکو د کمښت له امله د دې ولایت په ۵۰۰ کلیو کې زده کونکي له زده کړې څخه محروم دي.
د زابل د پوهنې ریاست مشر ګل ولي متقي له رسنیو سره په مرکه کې وویل: دا ستونزه د پوهنې وزارت سره راپورته شوې او د حل لپاره یې هڅې روانې دي.
ښاغلي متقي زیاته کړه: “موږ په زابل کې د ښوونکو له کمښت سره مخ یو او موږ دا ستونزه له لوړو چارواکو سره شریکه کړې ده.
د دې کمښت له امله، د ۵۰۰ کلیو ماشومان له زده کړې څخه محروم دي، خو موږ هڅه کوو چې هغوی ته د زده کړې فرصتونه برابر کړو.”
د زابل ولایت اوسیدونکو هم له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د لرې پرتو سیمو ماشومانو لپاره د عصري او دیني زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.
د زابل ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له لوري د کنټرول ترلاسه کولو وروسته، په دې ولایت کې ځینې ښوونځي بیارغول شوي او یو شمیر نوي ښوونکي ګمارل شوي، خو دا اقدامات لا تر اوسه د ستونزې د بشپړ حل لپاره کافي نه دي.