نړۍ
د امریکا په نیو جرسي کې د کوچنۍ الوتکې د غورځېدو خبرونه
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د پنجشنبې په سهار (۱۱ چنګاش ۱۴۰۴) د نیو جرسي په ایالت کې یوه کوچنۍ الوتکه چې ۱۴ مسافر پکې وو، نسکوره شوه.
اې بي سي ویلي چې شخصي الوتکه د ګلوسټر کاونټي په سیمه کې نسکوره شوه.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۵ کسان ټپیان شوي او روغتون ته وړل شوي دي؛ خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي.