افغانستان

د اسلامي امارت په ملاتړ له ۵۰۰۰ څخه زیاتې افغان کورنۍ هیواد ته راستنې شوې

د باختر د معلوماتي اژانس د راپور له مخې، پرون ۵۲۰۸ افغان کورنۍ د سرحدي بندرونو له لارې هیواد ته راستنې شوې.

په دې کورنیو کې د ننګرهار د تورخم څخه ۱۲۶ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک څخه ۱۰۲ کورنۍ، د نیمروز د پل ابریشم څخه ۱۱۳۰ کورنۍ او د هرات د اسلام کلا څخه ۳۸۵۰ کورنۍ شاملې وې.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت چارواکو دغو راستنېدونکو کورنیو سره مرستې کړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button