د دوشنبې په ماښام (د چنګاش ٩ مه)، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سوریې د بندیزونو د لرې کولو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ.
د سي بي ایس نیوز په وینا، ټرمپ دا پریکړه د سوریې د لنډمهاله حکومت د ولسمشر ابو محمد الجولاني د مثبتو اقداماتو په حواله اعلان کړه.
دا اقدام د سوریې په وړاندې د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون یوه برخه ده او کولی شي د هیواد په سیاسي او اقتصادي وضعیت باندې پراخې اغیزې ولري.