د ناروې حکومت اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ته به د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه کرونر (شاوخوا یو ملیون امریکایي ډالر) ځانګړي کړي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه، د چنګاش ٩ مه) په خپل ایکس پاڼه کې اعلان وکړ چې په ۲۰۲۵ کال کې خپل هیواد ته د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه ګړندۍ شوې ده.
وزارت زیاته کړه چې د مخ په زیاتیدونکو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره، ناروې د راستنیدونکو د ملاتړ لپاره له خپلې بشري بودیجې څخه ۱۰ میلیونه کرونر (د ۹۹۰،۰۰۰ امریکایي ډالرو سره برابر) ځانګړي کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق د جولای په ۲۵مه اعلان وکړ چې ناروې افغانستان ته ۴.۲۵ ملیون امریکایي ډالر بشري مرستې چمتو کړې دي.