سیمه
په غزه کې د اسراییلو په هوايي برید کې د حماس د یو جګپوړي مشر وژنه
د یکشنبې په ورځ (د جون ۲۹، ۲۰۲۵) د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د جنګي الوتکو د هوايي برید په ترڅ کې، د حماس د پوځي څانګې یو جګپوړی قوماندان، حکیم العیسی، چې د ابو عمر السوري په نوم یادیږي، شهید شو.
اسرائیلي رسنیو ادعا وکړه چې العیسی، چې د هشام العیسی په نوم پیژندل کیږي، د اکتوبر د ۷مې عملیاتو یو مهم مشر او په غزه کې د حماس د مقاومت غورځنګ وروستی جګپوړی قوماندان و.
د اسراییلو د پوځ ځواکونو لخوا د دې وژنې تایید وشو.